امنیت

دوه ښخې او یو نارینه پرون مازیګرپه بدخشان کې په ډزو سره ووژل شول

کابل باختردلړم دمياشتې١٣نيټه:
دوه ښخې او یو نارینه پرون په بدخشان ولایت کې د ناپیژاندو وسله والو کسانوله خوا په ډزو سره ووژل شول .
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ د جنایي جرمونو پرخلاف د مبارزې د مدیریت د کشف آمرمحمد فاروق د باختر آژانس خبریال ته وویل چې يوه ځوانه نجلۍ له خپلې مور سره يې او یوه سړي چې ویل کیږي د یوې کورنۍ غړی وو، د فیض اباد ښار په لومړي ناحیه کې په یوه تفریحې بڼ کې د خپل زوم له خوا د کلاشنکوف په ډزو سره ووژل شول .
ده د وژنې علت کورني تاوتریخوالي وبلل او څرګنده کړه چې قاتل د پیښې له ساحې څخه تښتیدلی دی خو پولیس دغه پیښې څیړي.
ختم/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته