سیاست

د مشرانو جرګې اعلاميه

کابل_باختر د مرغومي د مياشتې٥مه
په افغانستان د پخواني شوروي د سره پوځ د تيري د اووه دېرشمې کاليزې په مناسبت د ملي شورا د مشرانو جرګې اعلاميه
د ملي شورا مشرانو جرګه په افغانستان باندی دپخوانۍ شوروي اتحاد د سرو لښکرو تيرې چې د ١٣٥٨ کال د مرغومي په شپږمه نېټه ترسره شو،د هېواد په تاريخ کې د يوې تورې ورځې په توګه ګڼي او محکوموي يې ،کوم بی شمیره زيانونه چې افغانستان ته د شوروي پوځيانو د ويجاړونکي تيري له امله رامنځته شوي او د ميليونونو افغانانو د شهادت، کډوالۍ، معلوليت او د هېواد د بنسټونو د ورانولو سبب شول، د جبران وړ نه دي او د هېواد د نن او سبا نسل په ذهنونو کې به پاتې وي.
د افغانستان مقاوم او مجاهد ملت چې د دي تيري پر وړاندې په مېړانې او ټينګ هوډ ودرید او د نه ستړي کېدونکو مبارزو او زیاتو قربانیو له ورکولو وروسته يې له هېواد څخه د پخواني شوروي تيري کوونکې ځواکونه وشړل اوخپلواکۍ يې تر لاسه کړه؛خوتيري کوونکو ته تر ټولو بده خاطره دا پاتی شوه چې له کومې لاسته راوړنې پرته، د ماتې په منلو سره له افغانستان څخه ووتل اودشوروي اتحاد په نوم زبرځواک نظام دړې وړې او تجزيه شو.
تاريخ ښودلې ده چې افغانان سره له دې چې د نړۍ دټولو هېوادونو، په ځانګړې توګه ګاونډيو هېوادونو سره د متقابلو ګټو پر بنسټ د نيکو او ښو اړيکو د ټينګښت لیوالتیا لري، خو د هر هېواد د بريدونو او ګواښونو په صورت کې یی د خپلې خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتيا او د ملي واکمنۍ دفاع کړي او کوي يې.
د ملي شورا مشرانو جرګه د هېواد له وروڼوملیتونو او واحد ملت څخه غواړي چی د دا ډول تاريخي وياړونو د ساتلو ترڅنګ،د هېواد د آبادۍ، سولې او امنيت د ټينګښت په لاره کې دي يو بل ته لاس ورکړي؛ترڅود هېواد د ميړنيو شهيدانو او اتلانو آرمانونه پوره شي او په ځانګړې توګه د هېواد مشران بايد د تیرودرې نيمو لسيزو په مهال د افغانستان د خلکو کړاوونه او قربانی هيری نه کړي او د هېواد د پرمختګ، خير او فلاح په موخه دی ګټور ګامونه پورته کړي.
همدا راز د ملي شورا مشرانو جرګه د فدراتيفې روسيې دجمهوريت او د پخواني شوروي اتحاد د بلامنازعه وارث څخه غواړی،چې د افغانستان د تاريخي دردونو د تسکين او د دوستۍ دټینګښت په موخه د افغانستان له دولت او ملت سره په رښتيني توګه همکاري وکړي او د وحشي طالبانو او نورو ترهګرو سره له هر ډول اړيکو د لرلوڅخه دي ډډه وکړي او له دولت سره د دولت د اړيکو په ټينګښت کې دی ،خپل رول د نړۍ ديو ځواکمن او متمدن هېواد په څېر ادا کړي.#

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته