نړۍ

دهندپه دريو ايالتونو او پاتيخت کې د تروريستي بريدونو شنډول

نوي ډيلي باختر دليندي دوه ويشتمه :
د نوى ډيلي پوليسو د هندهريانا، راجستان او ډيلي په ايالتونو او د دغه هيواد په پايتخت کې د تروريستي بريدونو د ترسره کولو لپاره د لښکر طيبه د ډلې د شبکې پروګرام شنډ کړى دى.
د ډيلي دپوليسو په هغه رپوټ کې چې نن خپور شو؛ پيل شوي دي چې د لښکر طيبه شبکې غوښتل چې د دغه هيواد په پايتخت او څو نورو ښارونوکې په مهمو موسسو بريدونه وکړي چې ددغې شبکې د يو شمېر غړو په نيول کيدوسره د راتلوونکو اقداماتو سره د تروريستانو پروګرام شنډ کړاى شو .
  د ډيلي دپوليسو خبرځايونه تصور کوي چې د يوې ياغي ډلې مشر محمد شاهد چې ويل کيږي له لښکر طيبه سره اړيکې لري؛ په نيول شويو کسانوکې شامل دي.
د ډيلي د پوليسو خبرځايونه وايي چې شاهد دوه ځلې پاکستان ته تللى دى او له ده څخه دهندپه پايتخت دبريددپروګرام په باره کې له جزئياتو سره يو يادداشت ترلاسه شوى دى .
دهند دپوليسو يوه مقام ويلي دي چې د شاهد نيونې د ده د يو ملګرى د تيروتنې په دليل امکان پيداکړى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته