اقتصاد

دفوايد عامي وزيردفيض آباد _ بهارک ولسوالۍ دسړک د کار دکمزورتيا خبردارى ورکړ

کابلباختردسنبلي٢٥  :
دفوايد عامې وزير دفيض آباد_ بهارک ولسوالۍ سړک د جوړولو د کار په کمزورتيا باندې نيوکه  وکړه .
دفوايد عامي وزير انجنير نجيب الله اوژن  په هغه سفر کې چې پرون يې د بدخشان ولايت ته  وکړ دسړک جوړولو د اړونده شرکت مسوول ته خبردارى ورکړ  لکه څنګه چې دژمي دفصل له  را رسيدو مخکې  د دغه واټ د جوړولو کار بشپړ نه شي تر پوښتنې لا ندې به ونيول شي .
دا په داسې حال کې ده چې دفيض آباد_ بهارک ولسوالۍ دسړک دجوړولو او پخولو دکارله پيل څخه  دوه کاله تيريږي خو لا تر اوسه پورې کاريې په سلوکې پنځوس پرمختللى دى .
دفوايدعامې وزير  دسيمې د اوسيدونکو دشکايت له مخې ددغې پروژې د کار دګړندي کولو په برخه کې دسړک جوړولو له شرکت سره خبرې وکړې .
ويل کيږي چې ددغه سړک کار د٤٤ کيلو مترو په اوږد والي او دلسو مترو په سور  دوه  کاله مخکې پيل شوى دى  او تر اوسه پورې په سلو کې پنځوس پرمخ تللى دى او ټاکل شوې ده د ٢٠١٤ کال تر اکتو بر پورې بشپړ شي خودکار د نه ګړندي توب له امله  لا تر اوسه پورې هم کار يې  پاتې دى .
دولسي جرګې غړى  زلمى مجددي وايي د دغه سړک د کارکيفيت ډير ښه دى خو ګړنديتوب يې دټاکلي معيار له مخې کمزورى پرمخ ځي چې بايد دفوايدعامې وزارت په  دې برخه کې جدي پاملرنه وکړي  .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته