ټولنه

د سانچارک يوشمېر اوسيدونکي له خپلو کورونو څخه وتلو ته اړ شول

کابل/ باختر/ د کب د مياشتې ۱۳مه
د سرپل ولايت د سانچارک يو زيات شمېر اوسيدونکي د نا امنيو له امله له خپلو کورونو څخه بې ځايه او د ګاونډيو ولسواليو کليو ته پناه وړې ده.
د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني دباختر اژانس خبريال ته وويل چې تر اوسه پورې د بې ځايه شويو کورنيو دقيق شمېر نه دی معلوم او مرستندويې موسسې د دغو کورنيو د مرستې لپاره په سروې بوختې دي.
اماني وايي: سيمه ييز مسوولين د ملکي خلکو د سر د زيان د مخنيوي لپاره له کورونو څخه د کورنيو په ايستلو  بريالي دي.
ويل کېږي له درېيو ورځو راپدېخوا دسانچارک ولسوالۍ په لويديځو سيموکې  د وليد – ٣٨  تر نامه لاندې عمليات د امنيتي او دفاعي ګډو ځواکونو له خوا  پيل شوي او دوام لري .
  ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته