اقتصاد

دآقينې بندر عوايد زيات شوي دي

کابل باختردتلې دمياشتې ٢٣ :
دآقينې بندر عوايد دتيرکال په پرتله په سلو کې څه دپاسه پنځوس زيات شوي دي.
دباخترا ژانس دخبريال دخبرله مخې  دآقينې بندر دخدمتونو رييس عبيدالله اکبري پرون په فارياب ولايت کې وويل په روان کال کې دآقينې بندر عوايد دتيرکال په  پرتله  په سلو کې  څه دپاسه پنځوس زيات شوي دي.
اکبري زياته کړه په  روان کال کې دآقينې بندر عوايد د ١٣٩٠ کال  په پرتله په سلو کې شپيته زياتوالې ښيې خو اوس چې د ١٣٩١ هجري لمريزکال په نيمايي کې يو دبندر عوايد دتيرکال په پرتله په سلو کې څه دپاسه پنځوس زيات شوي دي.
دآقينې  بندر دخدمتونو رييس عبيدالله  اکبري ددغه بندر دعوايد دزياتوالې علت  دفساد پرخلاف  جدي مبارزه  وبلله  اوزياته يې کړه  داصلاحاتو رامنځته کول ، دلازمو خدمتونو وړاندې کول اودمسوولينو کار اوزيار ددي سبب شوي دي  چې په بندرکې دوارداتو اوصادراتو بهيرزيات شي .
دآقينې بندر دهيواد په شمال  فارياب  ولايت کې موقعيت لري   او دترکمنستان ، ترکېې ، ايران ، روسيې اودمتحده  عربي اماراتو له هيوادونو څخه دسوداګرو تجارتي مالونه دهمدي بندر له لاري هيواد ته صادريږي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته