امنیت

په دايکندي کې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى زيات شوى دى

کابل باختر دمرغومي شپږ ويشتمه :
د دايکندي ولايت دبشر دحقوقو دکميسيون مسوول وايي چې په روان کال کې ددغه ولايت د بشر د حقوقو په کميسيوکې دښځو پرخلاف د تاوتريخوالى درې سوه يوولس مورده ثبت شوي دي.
دى وايي چې د ښځو پرخلاف تاوتريخوالى په دايکندي کې دتېرکال په پرتله درې برابره زياتوالى ښيي.
د دايکندي ولايت د بشر د حقوقو دکميسيون د دفتر مسوول جواد دادګر د باخترآژانس خبريال ته وويل: دځان وژنې او په ځان وژنې د لاس  پورې کولو نږدې ديرش قضيې، د جنسي تيري څلور قضيې او درې مورده ناموسي وژنې له هغو مواردو څخه دي چې په دغې اداره کې ثبت شوي دي.
ده وويل: د دايکندي ولايت د بشر د حقوقو کميسيون د ښځو په حقوقو د هغوى د پوهاوي ترڅنګ، په دغه ولايت کې نظارتي فعاليت هم ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته