-کابل / دزمري ٨مه / باختر:
د قرغزستان ، تاجکستان،افغانستان او ايران د هېوادونوترمنځ دکتاى جاده يي لېږد رالېږد دهليز د لومړنيو تجارتي مالونو په لېږدونې سره په هرات کې په ازمايښتې ډول پرانستل شو.
د هرات سيمه ييز مقامات وايي چې په دغو تجارتي مالونوکې شپږکانتينره خوراکي توکي اود موټروتايرونه شامل دي چې د تاجکستان او قرغزستان په لور بار شوي دي.
د هرات والي سيد عبدالوحيد قتالي د کتاي دهليز په پرانستلوسره وويل چې حکومت هلې ځلې کوي افغانستان د ترانزيت په څلور لارې بدل کړي.
د هرات والي وايي چې د افغانستان لپاره د لېږد رالېږد د موافقه ليکونو لاسليک کول مهم دي. چې ګاوڼديو هېوادونوته ثابته کړي چې د هېواد له لارې د مالونو د لېږدونې لګښت کمښت مومي .
په همدې حال کې د هرات د ځمکني ترانسپورت رييس يونس رهنورد وايي چې يوافغان ترانسپورتي شرکت د( تير) له سيستم څخه په ګټې اخستنې سره د تجارتي مالونو شپږ کانتينرونه د کتاي په تګلوري لېږدوي .
هغه زياتوي د سيمې د ترانزيتي اوترانسپورتې څلور لارې په توګه د افغانستان د بدلولو په برخه کې د حکومت د سترې ستراتيژۍ له مخې کتاي هم يوه ځمکنۍ ترانسپورتي پروژه ده چې د چابهار د دهليز، د لاجوردو د لارې اود اقينه د اوسپنۍ پټلۍ له پرانستلو وروسته د( تير ) له سيستم څخه په ګټې اخستنې پيل شوى دى .
هرات د هېواد په اقتصادي قطب مشهور دى. د دغه ولايت جغرافيايي موقعيت ، په صنعتي ښارګوتې کې د څه د پاسه درې سوه توليدي کارخانو شتون اود سوداګرو پراخ شتون د دغه ولايت اقتصادي ارزښت لوړ کړى دى .
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل