سیاست

د ملي امنیت سلاکار د مونیخ د امنیتي ناستې په څڼدو کې د افغانستان پر سوله او امنیت دوه اړخیزې ناستې وکړې

کابل/ د سلواغې ٢٨مه/ باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب په المان کې د مونیخ د امنیتي ناستې په څڼدو کې د آلمان له یو شمیر حکومتي او غیر حکومتي چارواکو سره پر دوه اړخیزو همکاریو او د افغانستان د سولې پر پروسې خبرې وکړې.
د ملي امينت شورا دفتر باختر آژانس ته ورکړ؛ په دغو ناستو کې په کورنیو چارو کې د المان د فډرالي حکومت وزیر ډاکټر مارکوس کربر، په بهرني سیاست کې د حاکم سیاسي حزب سي دي یو/سي ایس یو له پارلماني ویاند یورګن هارټ، په بهرنیو او دفاعي چاروکې د حاکم ګوند د پارلماني کمېټې له مرستیال ډاکټر یوهان واډیفل، د پارلمان د بهرنیو چارو کمېټې غړي او د سوسیال ډیموکراټ ګوند د پارلماني ډلګۍ د بهرنۍ پالیسۍ ویاند ډاکټر نیلز شمیت او همدا راز په بهرنیو چارو کې د المان د فډرالي دولت له وزیر انډریس میکایلز سره د افغانستان او المان د اړیکو پر ښه والي او د هېواد د سولې پر پروسې بحثونه وشول.
په ناستو کې ، د هېواد د ملي امنیت سلاکار ته ډاډ ورکړل شو، چې المان به د افغان پولیسو د روزنې ماموریت ته دوام ورکوي او په دې برخه کې به له افغانستان سره خپلې همکارۍ دوامداره ساتي. همدارنګه پر دې ټینګار وشو چې د المان پارلمان به په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې د هغه هېواد د نظامي حضور په اړه ډېر ژر پرېکړه وکړي او یادو استازو وویل چي دوی به په دې پرېکړه کې په افغانستان کې د خپل حضور له دوام څخه ملاتړ کوي.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار ته یادو الماني چارواکو ډاډ ورکړ چې له افغانستان سره خپلو همکاریو ته به دوام ورکوي او د افغانانو لپاره به د یوې داسې سولې ملاتړ کوي، چي په پايله کې یې امنیت تامین او د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنې په اوبو لاهو نشي.
ډاکټر محب د المان د فډرالي دولت له وزیرانو او د پارلمان له غړو سره په کتنو کې په پوځي او ملکي برخو کې د دغه هېواد له همکاریو په مننې سره په راتلونکي کې د ورته همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
هغه د پولیسو د روزنې پروګرام خورا اغېزمن وباله او مننه یې وکړه چي المان په دې برخه کې په ځانګړې توګه په مزار کې یو خاص یونټ روزلی او فعالې مبارزې ته یې چمتو کړی دی.
نوموړي همدا راز په سوله، امنیت او انکشاف کې د المان همکارۍ مهمې یادې کړې او وویل چې افغانستان له دغه هېواد سره د خپلو اوسنیو همکاریو زیاتوالي ته ژمن دی.
د هېواد د ملي امنیت سلاکار همدارنګه د اسټرالیا د دفاع له وزیرې لینډا رینولډز سره هم وکتل.
هغه په دې کتنه کې وویل چې د افغان ځواکونو په لیکو کې د پام وړ اصلاحات راغلي او دغه اصلاحات د دې سبب شوي، چي په امنیتي برخه کې د ځان بسیاینې لپاره د افغان دولت پلان په ښه توګه پر مخ ولاړ سي.
د اسټرالیا د دفاع وزیرې د اصلاحاتو او خودکفایۍ په برخه کې د لاسته راوړنو د ستاېنې ترڅنګ وویل چې هېواد به یې د افغان ځواکونو د روزنې، مشورې او ملاتړ ماموریت ته دوام ورکړي.
محب همداراز د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا له ځانګړي سرمفتش جان ساپکو سره هم په یوه ګډ خبري پینل کې په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په لیکو کې د اصلاحاتو په اړه خبرې وکړې.
د ملي امنیت سلاکار د مونیخ د امنیتي ناستې په څنډو کې د هالنډ له لومړي وزیر مارک روټي، د آزربایجان له جمهوررييس الهام عال اوف، د قزاقستان له جمهوررييس قاسم جومارت توکایوف، د ناټو له سرمنشي ینس ستولتنبرګ او د افغان سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د جمهوررييس محمد اشرف غني په مشرۍ د افغان پلاوي په دوه اړخیزو ناستوکې هم ګډون وکړ.
پاى / ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته