امنیت

په روزګان کې طالبانو دسردراندزه زيانونه زغملي دي .

کابل /دلړم ١٥مه / باختر :
په لسګونو وسله والو طالبانو په روزګان   کې په خپل مرکز کې دپوځيانو په بريد کې ووژل شول .
  دطالبانو دډلې څو قوماندانان او پاکستاني غړي په وژل شويو کسانو کې شامل دي .
درارسېدلو خبرونو له مخې، وسله والو طالبانو په دغه مرکز کې په ګيزاب   ولسوالۍ  کې راټول شوي وو چې دهېواد په جنوب کې په ځينو برخو کې  يولړ ډار اچوونکو بريدونو پلان طرحه کړي چې دهوا اوله ځمکې څخه پرې بريدونه وشول .
دهېواد په جنوب کې  داتل قول اردو  يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو هوايي او ځمکنيو بريدونوکې پنځوس وسله  وال  طالبان ووژل شول .
  هغه وويل چې دهېواد په جنوب کې په وژل شويو کسانو کې دطالبانو څو جګپوړي قوماندانان او پاکستاني جګړه ماران هم شامل دي .
پوځيانو په دغه پټنځي کې دطالبانو دسترې غونډې په خبريدو سره په کارلاس پورې  کړ او پرې بريدونه وکړل اودناتو سرتيري هم پر دغه مرکز باندې له هوا او ځمکې څخه بريدونه وکړل .
په دغو هوايي  اوځمکنيو  بريدونوکې د طالبانو  مرکز له ټولو جنګي  وسايلو سره دړې وړې شول .
  دطالبانو ډله  تراوسه پورې په دې باب  څه نه دي ويلي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته