سیاست

د بهرنيو چارو وزارت خبرتيا

کابلباخترداسد اوله
د بهرنيو چارو وزارت خبرتيا
د روان کال د چنګاښ د مياشتې په اته ويشتمه نيټه دغيرقانوني مهاجرتونو او د انسان د قاچاقو د مخنيوي په باب د استراليا او د پاپوانيوګينا د دولتونو ترمنځ يو موافقه ليک لاسليک شو.
ددغه موافقه ليک له مخې: له دې وروسته د استراليا دولت به هغه ټول مهاجرين چې په غيرقانوني ډول د انسان د قاچاق وړونکو په همکارۍ د بيړيو له لارې استراليا ته رسيږي؛ د پاپوانيوګينا هيواد ته واستوي.
د پاپوانيوګينا دولت دملګرو ملتو دسازمان د مهاجرينو د دفتر په همکارۍ ددغو مهاجرينو دوسيې څيړي او پريکړه کوي که چيرې دمهاجرينو په باب د ملګروملتو د سازمان د مهاجرينو د دفتر دکارکوونکو پريکړه مثبته وي؛ دغه مهاجرين به  د پاپوانيوګينا په هيوادکې ديره شي. که چيري پريکړه يې منفي وي؛ نو مهاجرين په مستقيم ډول خپلو هيوادونو ته اويا هم هغه ځاى ته چې له دغه ځاى څخه به استراليا ته سفر پيل کړى و، بيرته واستول شي.
دا ټول د دې مانا لري چې د استراليا دولت له دې وروسته هيڅ يو غير قانوني مهاجرته چې د بيړيو په ګډون له غيرقانوني لارو استراليا ته رسيږي ، نه مني.
دافغانستان د بهرنيو چارو وزارت دخپلو پخوانيو خبرتياوو په لړکې د استراليا د نوې پاليسۍ په پام کې نيولو سره يوځل بيا له خپلو تولو درنوهيوادوالوڅخه غواړي چې په غيرقانوني ډول استراليا ته له سفر څخه ډډه و کړي.
زموږ هيوادوال بايد دخپلې کورنۍ غړي او په تيره بيا ځوانان، ښځې اوماشومان پرې نږدي چې دانسان دقاچاق وړونکو له خوا تير ايستل شي اودغيرقانوني مهاجرتونو له ستونزو سره چې دمرګ په ګډون جدي اوناوړه عواقب او جدي پايلې لري؛ ،مخامخ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته