امنیت

که چيري دنشه يي توکو دتوليد او قاچاقو دله منځه وړلو په لاره کې اصولي تدبيرونه ونه نيول شي ددې ويره شته چې دغه پديده په هيوادکې په يو مخ په پراختيا بحران بدل شي .

کابل باختر د غبرګولي  يو ديرشمه

    دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي  نړيواله ورځ دجمهور رييس دمرستيال محمد کريم خليلي په ګډون ديوې غوندې په ترڅ کې ونمانځل شوه .

 باختر اژانس ته دجمهوري رياست  دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتو له مخې په هغې غونډه کې چې له همدي امله په اماني ليسه کې جوړه شوه دولسي جرګي رييس  ، دفوايد عامې ، دعامې روغتيا ، دښځو دچارو او دمهاجرينو دراستنولو چارو وزيرانو ، دولسي جرګي يو شمير غړو .، ددوستو او ګاونديو هيوادونو ځينو سفيرانو او دغه راز يو شمير نورو دولتي مقاماتو ګډون کړي و ، لومړۍ دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزي چارو وزير دنشه يي توکو  دکرکيلي او قاچاقو پرخلاف دمبارزي په کار کې ددولت دعملي  پرګرامونو او ددغي پديدي دزياتوالۍ دعواملو په باب څرګندونې وکړي اوزياته يي کړه چې دنشه يي توکو دغوښتنې  صعودي تګلوري او په نړۍ کې دهغو دبيولوړوالى  او په سيمه  او نړۍ  کې دنشه يي توکودقاچاقو دشبکو شتون په افغانستان کې  دکوکنارو  دکرکيلي دنوسانانو  له بهرنيو عواملو څخه بلل کيږي
  جګړه او نا امنې ، بي وزلې ، وزګارتيا ، دتروريستي شبکو شتون او مهاجرت  هغه کورنۍ عوامل دي چې دنشه يي توکو په کرکيله اوقاچاقوکې اغيزمن دي .

   ده دسيمې  او نړۍ دهيوادونو همغږي او دافغانستان دپوليسو دځواکونو روزنه له دغي پديدې سره  دمبارزي اغيزمنې لارې چارې وبللي .

 وروسته دجمهور رييس دويم مرستيال محمد کريم خليلي خبرې وکړې اوڅرګنده يي کړه چې له ترسره شويو اقداماتو سره سره  که چيري دنشه يي توکو دتوليد او قاچاقو  دله منځه وړلو په لاره کې اصولي تدبيرونه ونه نيول شي   ددې ويره شته چې دغه پديده په هيواد کې مخ په پراختيا  په يو بحران بدله شي .

  ده څرګنده کړه  په داسي حال کې چې دنشه يي توکو دکرکيلي او قاچاقو ډيره زياته ګټه دنړيوالې مافيا دبانډونو په جيبونوکې ولويږي  دافغانستان  خلک ډيره زياته بدنامي يي زغمي .

 دجمهور رييس مرستيال په بيلابيلو برخوکې دنشه يي توکو دپديدي څو اړخيزوالي ته په اشاري سره  څرګنده کړه چې په اوس وخت کې  ددغي پديدي له توليد او قاچاقو څخه رامنځته شوي عوايد دتروريستي  او ډار اچوونکو ډلو دمالي تمويل په اصلي سرچينې بدل شوي دي او په اقتصادي برخه کې هم دنشه يي توکو مافيايې بانډونو  له بل هر څه  څخه زيات په هيواد کې دجرمې اقتصاد دپراختيا زمينه برابره کړې ده .

 ده دغه راز تينګار وکړ چې له نشه يي توکو سره دمبارزي په کار کې  بايد په لوړو کچو دهغو ټولو  ادارو ترمنح چې په يو ډول نه يو ډول  په دې موضوع  کې ښکيل دي  دلازمې همغږي  درامنځته کولو په ترڅ کې  له نشه يي توکو سره دمبارزي  جدي اراده او عزم  هم رامنځته  شي ځکه نه شو کولاي  يواځي په خبرو  او موعظي سره دنشه يي توکو  له توليد او قاچاقو سره مقابله وکړو بلکي بايد دنشه يي توکو دمافيايي  بانډونو له سردمدارانو سره جدي او غوڅ چلند وشي  که څه هم  هغوي له دولتي مقاماتو څخه واوسي .

 دجمهور رييس مرستيال  له نشه يي توکو سره په مبارزه کې دنړيوالې ټولنې او دافغانستان ددولت دګډو همکاريو په ارزښت باندې  د ټينګار په ترڅ کې څرګنده کړه  چې په تيرو کلونوکې دافغانستان خلک ډيرکم ددې شاهدان دي چې دنشه يي توکو  د مافيايي بانډونوسردمداران   دقانون منګولو  ته سپارل شوي دي .

 په دې غونډه کې دولسي جرګي  رييس عبدالروف  ابراهيمي هم خبرې وکړې او دنشه  يي توکو نړيوال والې  ته په اشاري سره په نشه يي توکو دهيواد دځوانانو دروږدي توب دمخ په پراختيا بهير دزياتوالې  له امله انديښنه څرګنده کړه .

 دولسي جرګي  رييس دغه راز له نشه يي توکو سره دمبارزي  په  برخه کې داړوندو ارګانونو دکړنو   په څرنګوالي  په لازياتي څارنې باندې  ټينګار وکړ اوزياته يي کړه چې له دغي پديدې سره دمبارزي په کار هر راز   برياليتوب دسيمي او نړۍ دهيوادونو همغږي ته اړتيا لري .

 دامريکا دمتحده ايالاتو سفير راين  کراکر ددغي غوندې بل وينا وال  و چې وي ويل   دنشه يي توکو کرکيله او قاچاق دافغانستان دخلکو ژوند ، سلامتيا او امنيت ګواښوي او  دامريکا دولت له دغي پديدې  سره دمبارزې لپاره دافغانستان له دولت سره په مرستوکې په خپلو ژمنو ولاړ دي .

 ده هغو پرمختګونو ته په اشاري سره چې په افغانستان کې  له  نشه يي توکو سره دمبارزي په کارکې  شوي دي هغه يو نړيوال ګواښ وباله او له دغې پديدي  سره مبارزه يي دنړيوالې  ټولنې ګډ مسووليت وباله .  په دې غونډه کې يو شمير نورو دولتي مقاماتو هم خبرې وکړې او دنشه يي توکودکرکيلي او قاچاقو دپراختيا دمخنيوي لپاره يي په عملي او اغيزمنې مبارزي  باندې ټينګار وکړ .  

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته