ټولنه

په يوه ترافيکي پيښه کې ١٧ تنه ووژل شول او ٣٦ تنه نور ټپيان شول

کابل- باختر د غبرګولي دمياشتې ١٥
په فراه ولايت کې د يوې ترافيکي پيښې له امله ١٧ تنه ووژل شول او ٣٦ تنه نور ټپيان شول.
د فراه ولايت د ترافيکو آمر د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه پرون مازيګر هغه وخت رامنځته شوه چې يو مسافر وړونکى موټر چې له کابل څخه د هرات ولايت په لور روان و؛ د بالابلوک ولسوالۍ د جنجالک په سيمه کې د زيات ګړنديتوب له امله له واټ واوښت او چپه شو .
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دې پيښه کې ١٧ تنه سپرلۍ ووژلې شوې او د ماشومانو او ښځو په ګډون ٣٦ تنه نور ټپيان شول.
د ترافيکو آمر د دغې پيښې علت د موټر چلوونکي بې احتياطي او زيات ګړنديتوب وباله او ويې ويل: د سړک خرابوالى او د سورکمښت هم د دغه شان پيښو سبب کيږي
د فراه ولايت د ملکي روغتون يوه مسوول وويل: د پيښې ټپيان روغتون ته وليږدول شول او د شپږو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته