سیاست

جمهور رئیس غني د قزاقستان له جمهور رئیس سره په کتنه کې له افغانستان سره د هغه هېواد له همکاریو څخه قدرداني وکړه

کابل – باختر د چنګاښ د مياشتې ١٩ مه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د بریکس د مشرانو د پنځلسمې غونډې په څنډه کې د قزاقستان له جمهور رئیس نورسلطان نظربایوف سره د روسیې د اوفای په ښارکې وکتل.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې جمهور رئیس غني افغان محصلانو ته د لوړو زده کړو د زمینې د برابرولو او په هغه هېواد کې د افغان ملکي کارکوونکو د روزنې له امله د قزاقستان له حکومت څخه مننه وکړه.
جمهور رئیس محمد اشرف غني زیاته کړه چې دغه همکارۍ د افغانستان له نوي نسل او زموږ په هېواد کې د ثبات د تامین لپاره له موږ سره مرسته کوي.

ده، په هېواد کې د نا امنیو په اړه د قزاقستان جمهور رئیس ته معلومات ورکړل، وې ویل چې له نړیوالو ځواکونو څخه د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د امنیتي مسوولیتونو له لېږد وروسته، دښمن فکر کاوه چې ځینې سیمې به تر خپلې ولکې لاندې راولي، خو د افغانستان امنیتي ځواکونو هغوی ته دا مجال ور نه کړ چې خپلو دغو موخو ته ورسیږي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني په پاکستان کې د طالبانو له ډلې سره د افغانستان د حکومت د مذاکرو د پیل کېدو په اړه وویل چې دغه مذاکرې درې موخې لري چې د هغې له جملې څخه د ناستې له لارې د پروسې رامنځته کول،د عمده موضوع ګانو د فهرست ترتیبول او د باورد فضا رامنځته کول دي.
جمهور رئیس غني په افغانستان کې د جګړې سیمه ایزو اړخونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل  چې په افغانستان کې بهرني تروریستان سیاسي حل لاره نه لري او د دغه ګواښ د له منځه وړلو لپاره سیمه ایزې اجماع ته اړتیا ده.
په مقابل کې د قزاقستان جمهور رئیس له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ او د افغانستان له جمهور رئیس سره یې موافقه وکړه چې یوه بین الحکومتي کمېټه دې موظفه شي چې په اقتصادي، امنیتي او فرهنګي برخو کې مشخص وړاندیزونه برابر کړي.
ده وویل چې هېواد یې د افغانستان د ملکي کارکوونکو روزنې او افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو ورکړې ته دوام ورکوي او چمتو دی چې په ساختماني برخو کې، په ځانګړي ډول د سړکونو په جوړونه کې هم له افغانستان سره  همکاري وکړي.
د دغې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني افغان ځوانانو ته د تحصیلي بورسونو د برابرولو او له افغانستان سره د نورو مرستو له امله  د قزاقستان جمهور رئیس نور سلطان نظربایوف ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال ورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته