امنیت

پنځه وېشت وسله وال طالبان په زابل کې ووژل شول

– کابل / د زمري ۴ مه / باختر
په تېرو ۴۸ ساعتو کې د زابل په څلورو ولسوالیو کې له افغان ځواکونو سره په نښتو کې ۲۵ وسله وال طالبان وژل شوي او ۲۷ نور یې ټپیان شوي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شويدي چې دغه وسله وال طالبان د زابل په ارغنداب، شینکۍ، اټغر او شاه جوی ولسوالي کې وژل شوي دي.
پای/وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته