سیاست

جمهوررئیس غني په ۲۱ ولایتونو کې د ۲۷ غیر دولتي روغتیايي موسسو کاري بهیر وڅيړه

کابلباختر د ليندۍ د مياشتې٢٠
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني د عامې روغتیا وزارت، ملي تدارکاتو ادارې او د نړیوال بانک له مسوولینو سره په ناسته کې د ۲۱ بېلابېلو ولایتونو د عامې روغتیا وزارت اړوند د لومړنيو روغتیایي خدمتونو بستې  (BPHS)او د روغتونونو لپاره د اساسي خدمتونو بستې (EPHS) د قراردادونو  پروسه د تدارکاتي سیستم خلاف وبلله.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.

جمهور رئیس غني په دغه کتنه کې چې د پنجشنې په ماښام په ارګ کې ترسره شوه وویل، د افغانستان په ۲۱ ولایتونو کې د ۲۷ ملي او بین المللي غیردولتي روغتیایي موسسو له خدمتونو څخه خلک خوښ نه دي.
جمهور رئیس غني وویل، په یادو غیردولتي موسسو کې فساد، بې کفایتۍ، روغتیایي کارکوونکو ته پر وخت د معاشونو  د نه ورکولو او ښځو ته د اسانتیاو د نه برابرولو له امله د زېږون پرمهال د زياترو میندو ژوند د مرګ له خطر سره مخامخ دی.
محمد اشرف غني له دغو غیردولتي موسسو سره شوي پخواني درې کلن قراردادونه د تدارکاتي سیستم خلاف وبلل او له همدې امله یې  یاد قراردادونه د درې کالو پرځای شپږ میاشتې تمدید کړل. 
د هېواد جمهور رئیس وویل، د افغانستان د  ۲۱ ولایتونو له والیانو سره به د ویډیو کنفرانس له لارې د دغو ۲۷ ملي او بین المللي روغتیایي غیردولتي موسسو کړنې او خدمات وارزوي.
جمهور رئیس د عامې روغتیا وزیر ته لارښوونه وکړه، چې د یادو پروژو د تطبیق بهیر په کره توګه وارزوي او راپور یې له جمهوري ریاست سره شریک کړي. هغه زیاته کړه، له دې وروسته به هر کال د خدماتو څرنګوالي او د ارزونو موندنو  ته په پام له یادو غیردولتي موسساتو سره قرارداد کېږي.
د نړیوال بانک استازي شبهم چودري د جمهور رئیس د خبرو په تائید سره وویل، د غیردولتي موسسو له لوري د پروژو له تطبیق وروسته دې د یادو پروژو خدمات، اغېزې او پایلې له ګته اخیستونکو سره په دقیقه توګه وارزول شي. 
د عامې روغتیا وزیر فیروز الدین فیروز وویل، په وزارت کې یې د اداري فساد پر ضد اقدامات کړي دي. هغه زیاته کړه، که د عامې روغتیا وزارت هر کارکوونکی په فساد کې ښکېل وي، نو عدلي او قضایي ارګانونو ته به ور وپېژندل شي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته