امنیت

په بادغيس کې پنځو تروريستانو ته مرګ ژوبله واوښته .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
په بادغيس ولايت کې تيره شپه پر امنيتي پوستو د طالبانو دوسله والو بريدونو له امله دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دبادغيس دولايتي شورا مرستيال عبدالله افضلي باختر آژانس ته خبر ورکړ : وسله والو طالبانو دبالامرغاب ولسوالۍ په دريش محمدي سيمه کې پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې له امله يې دوه امنيتي پوستې د طالبانو لاس ته ورغلې.
ده وويل: په دغو جګړو کې دوه تنه وسله وال طالبان وژل شوي او درې تنه نوريې ټپيان شوي دي.
ده څرګنده کړه : تراوسه پورې جګړې دوام لري او امنيتي ځواکونو يوه له لاسه وتلې پوسته بياترلاسه کړه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته