امنیت

دلوګر ولايت دخوشي ولسوال ټپي شو

کابل باخترد غبرګولي  اوومه :
دلوګر ولايت دخوشي ولسوال عبدالحميدحامد  نن سهار له يو تن ساتونکى سره يې دوسله والو کسانو په کمين کې ټپي شو . 
دلوګر  دوالي وياند سليم صالح  دباختراژانس خبريال ته وويل چې نن سهار په اووبجو او ديرشو دقيقو کې دخوشي ولسوال عبدالحميد حامد دخپل دفتر په لور روان و چې دلوګر ولايت مرکز پورې اړوند قلعه وزير سيمه کې دده دسپرلۍ په موټر دوسله والو کسانو له خوا بريد وشو .
صالح زياته کړه په دې پيښه کې ولسوال اوساتونکي  يې  ټپيان شول او ددرملنې  لپاره  کابل ته وليږدول شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته