امنیت

شپږ ديرش تنه وسله وال طالبان دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ووژل شول

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دچاڼيزو عملياتوپه بهير کې  شپږ څلويښت تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي چې دملي اردو ځواکونو د ډار اچوونکو دځپلو په موخه  دهوايي او توپچې قوتونو په ملاتړ دننګرهار ، پکتيا ، غزني ، ميدان وردکو ،  قندهار ، روزګان ، فراه ،بغلان ، بلخ ،جوزجان ، فارياب ، کندز اودهلمند دولايتونو په مربوطاتو کې ګډ چاڼيز عمليات ترسره  کړل چې له امله يې دداعش دډلې دديارلسو تنو غړو په ګډون شپږ څلويښت تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي اوڅلور ويشت تنه نور تروريستان ټپيان شوي او څلور تنه نور دتروريستي فعاليتونو په تور نيول شوي دي .
په دغو عمليات کې يوه اندازه وسله  ، ددرندو وسلو مهمات او نور پوځي تجهيزات دامنيتي ځواکونولاس ته ورغلي دي .
ديوبل خبر له مخې: دملي اردو يوولس تنه منسوبين دهغو عملياتوپه بهير کې چې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې دکورنيو او بهرنيو ډار اچوونکو پرخلاف  ترسره شول دملي اردو يوولس تنه منسوبين شهيدان شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته