کابل باختر دمرغومي اتمه :
په کابل کې دفوټبال دالف دګروپونو سيالۍ نن داميد افغان او دپامير دټيمونو په لوبې سره دوام مومي .
دکابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي دباختراژانس خبريال ته وويل :په کابل کې دفوټبال دالف دګروپونوسيالۍ دڅوارلسو ټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې دي او په پرونۍ لوبه کې د جوانان ازادي ټيم ديوې په وړاندې په دريو سره دشيوا ټيم ته ماتې ورکړه .
1 د یوې دقیقې څخه لږ