نړۍ

دپاکستاني طالبانو درې تنه مشکوک غړيۍ په کراچۍ ښارکې ووژل شول.

کراچۍ ډى ډان   باختر دلړم دمياشتې ٢٢
دکراچۍ ښار دګلشن بونير په ناحيه کې دحکومت د پوځي مليشو دعملياتو په بهير کې پرون دپاکستاني طالبانو دتحريک درې تنه مشکوک غړي او يو پوليس ووژل شول .
دباختر آژانس دخبرله مخې : دپوليسو دخاصو ځواکونو دغه  ويندوي وويل :
چې دغو مشکوکو يرغلګرو دمحرم دمياشتې دلسمې نيټې دنمانځنې په بهير
کې دترورستي فعاليتونو نيت درلود چې په نښته کې يو پوليس او درې تنه طالبان ووژل شول  او ديرغلګرو د لاسي بمونو په ګډون يو شمير وسلې  پاتې دي .
ديوبل خبرله مخې :  دکراچۍ ښار په بيلابيلو ناحيو کې په جلاجلا پيښو کې دوه تنه ووژل شول او يو تن بل ټپي شو .
دغه راز دکراچۍ ښار په روشن باغ کې دپوليسو او مشکوکو يرغلګرو ترمنځ نښته وشوه خو وسله وال کسان په تيښتې بريالي  شوي او په خبر کې ددغې نښتې دسر دزيان په باب څه نه دي ويل شوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته