سیاست

جمهوررئیس غني د مشرانو جرګې له رئیس، اداري پلاوي او دکمېسیونونو له رئیسانو سره مشورتي غونډه وکړه

-کابل-باختردتلې دمياشتې ٧
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني پرون  مازېګر د مشرانو جرګې له رئیس، اداري پلاوي او  دکمېسیونونو له رئیسانو سره مشورتي غونډه وکړه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې  چې په ارګ کې وشوه لومړی د فضل هادي مسلمیار د پلار او د محمدعالم ایزدیار د زوي روح ته دعا وشوه.
وروسته د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار خبرې وکړې  او په ملي او نړيوالو مسایلو کې یې د ملي یووالي حکومت سیاست وستایه وې ویل چې مشرانو جرګې تل د دې سیاستونو ملاتړ کړی دی.
هغه زیاته کړه په سیمه‎ییزو سیاستونو کې د افغانستان حقانیت ثابت شوی دی او نړۍ هم د ستونزې اصلي رېښه درک کړی ده.
مسلمیار  د ملګروملتود سازمان دعمومي غونډې په ۷۲ ناسته کې د جمهوررئیس  د دریځ دستایلو ترڅنګ وویل: د حامدکرزي په نړيوال هوايي ډګر تروریستي برید غندو او  د دښمنانو د دسیسو په شنډولو کې د کشفي ځواکونو د لازیات جدیت غوښتونکي یوو.
د مشرانو جرګې رئیس د کاندید وزیرانو د معرفي کېدو هرکلی وکړ او د شفافو ټاکنو په ترسره کېدو یې ټینګار وکړ. هغه دغه راز د شهید محمدسالم ایزدیار په نامه د زنبق څلورلارې د نومولو له امله مننه وکړه او د محمدعالم ایزدیار د زوي د دوسیې د چټکې ارزونې غوښتنه یې وکړه.
هغه دغه راز له جمهوررئیس څخه وغوښتل چې د خلکو غوښتنو ته درسیدګې په خاطر دې وزیران له سناتورانو سره همکاري وکړي.
وروسته د مشرانو جرګې مرستیال خبرې وکړې او د بهرني سیاست په برخه کې یې د حکومت لاسته راوړنې وستایلې او په سیمه ییز سیاست کې یې پر انډول ټینګار وکړ.
هغه د جنګ او سولې په برخه کې د جمهوررئیس قاطعیت او روڼ دریځ وستایه او د خپل زوي د شهادت په اړه یې یې وویل، موږ د عدالت غوښتونکي یوو او له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل چې د ځوی د دوسیې برخلیک دې معلوم شي.
د مشرانوجرګې رئیس، مرستیال او ځینو سناتورانو د افغانستان په اړه د امریکا متحدو ایالتونو دنوی ستراتیژۍ هرکلی وکړ.
جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اوریدو وروسته وویل، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې ترمنځ توپیر نه ویني. هغه زیاته کړه چې مشرانو جرګه ځانګړي اعتبار لري او د مشرانو جرګې مثبت سیاست یې وستایه.
جمهوررئیس د بهرني سیاست، له پاکستان سره د خبرو  لپاره د حکومت د چمتووالي،  بین الافغاني مذاکراتو او کاندید وزیرانو د معرفي کېدو په اړه په مفصل ډول خبرې وکړې.
هغه د حکومت په هراړخیزو اصلاحاتو ټینګار وکړ وې ویل، موږ د اصلاحاتو لپاره جدي اراده لرو په ځانګړي ډول د پولیسو په لیکو کې او په دې برخه کې د مشرانو جرګې د ملاتړ غوښتونکي یوو.
د هېواد جمهوررئیس وویل، حکومت د ټاکنو د ترسره کولو اراده لري او هېڅکله هم د ټاکنیزو ارګانونو په چارو کې لاسوهنه نه کوي او د ټاکنو کمېسیونونه باید د اعتبار خاوندان وي.
جمهوررئیس غني د شهید محمدسالم ایزدیار د دوسیې د ارزونې په اړه وویل چې عدلي او قضایي ارګانونه به دا موضوع په جدي ډول تعقیب کړي. #پاى-ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته