ټولنه

په پاکستان کې دافغان مهاجرانو دثبت او راجستر بهير دوام لري.

 کابل باختردليندۍ دمياشتې ١٦نيټه :
په پاکستان کې د افغان مهاجرانو دثبت او راجستر دبهير  له پيل څخه تراوسه پورې   څه دپاسه  څلور سوه دوه اتيا زره يوسلو څلور تنه  افغان مهاجران ثبت  او   راجستر شوي دي.
په پاکستان کې  دمهاجرينوپه وزارت کې دثبت اوراجستريشن دبهير مطبوعاتي مسوول او داجرائيه  کميټې غړى صدام انوري وايي  ؛ په پاکستان کې  دافغان مهاجرانو دثبت او راجستر بهير دروان کال  دزمري دمياشتې   له ٢٥نيټې څخه دليندۍ دمياشتې تر ١٢ نيټې پورې  څلور سوه دوه ا تيا زره يوسلو څلور تنه په دې بهيرکې ثبت او راجستر شوي دي  او دبې مدرکه مهاجرانو  ثبت او راجستر  دمهاجرينو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي  کميشنرۍ اودافغانستان اوپاکستان ددولتونو   په اته ويشتمه  درې اړخيزه غونډه کې  چې دتيرکال  دسلواغې دمياشتې په اووه  ويشتمه نيټه  دپاکستان په اسلام اباد  کې  جوړه شوې وه ، دافغانستان  او پاکستان ددولتونو ترمنځ په خبرو کې پرې موافقه وشوه .
ديادونې  وړ ده چې  دملکي خدمتونو دکميسيون اووه ويشت تنه کارکوونکي 
په پاکستان کې  دميشتو بې مدرکو افغانانو دثبت او راجستريشن په بهيرکې
دګډون لپاره  له افغانستان څخه استول شوي دي   او همدا اوس په پاکستان کې  دبې مدرکو افغانانو دثبت او راجستريشن  په ٢١مرکزونو کې  په دريو  ايالتونو  ( پنجاب ،  خيبر پښتونخوا ا وبلوچستان کې )  دسفران  وزارت  د نادرا  ادارې له همکارو ادرو سره کار کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته