کابل باختر دوږي نولسمه
دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس په ټولنيزو چارو کې دجمهوري رياست دمقام دسلاکار په توګه د ډاکتر عبدالبصير انور دټاکنې په باب يو حکم منظور کړ .
دچاروداداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوي رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ ، دمخورو اشخاصو له بډاى تجربې او له ټولنيزنفوذ څخه داستفادي په مقصد او دافغانستان داساسي قانون د ٦٤ مادي د حکمونو دصراحت په رڼا کې دجمهور ي رياست عالي مقام دچارو داداري او دوزيرانو شورا ددارالانشا دلوى رياست د تشکيل تر څنګ دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس دټولنيزو چارو دسلاکار په توګه د ډاکتر عبدالبصير انور ټاکنه منظوره کړې ده .
دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس په حکم کې دلوى خداى ( ج ) له دربار څخه ده ته دچارو په ترسره کولو کې دزياتو برياليتوبونو هيله کړې ده .
2 1 دقیقه لوستل