اقتصاد

دملي تدارکاتو کمېسیون د یو نیم میلیاردو افغانیو په ارزښت۱۳ نوې پروژې منظورې کړې

کابل باختر د ثور دويمه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه تير ماښام په ارګ کې جوړه شوه.
دجمهوررييس دوياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې غونډه کې پر ۱۹ تدارکاتي موضوعاتوبحث وشوچې په پایله کې له یو نیم میلیارد څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت  ۱۳  بېلابېلې پروژې منظورې شوې.
دملي تدارکاتو کمېسیون د ملي دفاع وزارت اړوند د یو قلم وطني کیفیت لرونکو غوړیو پر پروژې د بحث پرمهال دصنعت او سوداګرۍ او اقتصاد وزارتونو ته دنده وسپارله چې په ګډه دې د یادې پروژې د پاتې برخو په تړاو هر اړخیزه طرحه ترتیب او د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.
د دې تر څنګ د کورنیو چارو وزارت اړوند د اوبو رسولو او کانالېزاسیون سیستم د ساتنې او بیارغاونې پروژو په اړه د ملي تدارکاتو کمېسیون پر پخوانيو پرېکړو د بحث پر مهال جمهور رئیس غني دکورنیو چارو وزارت ته سپارښتنه وکړه چې دیادو پروژو څرګند مهالوېش او درې اړخیز هوکړه لیک ترتیب اود ملي تدارکاتوله کمېسیون سره شریک کړي.
دملي تدارکاتو کمېسیون په تدارکاتي چاروکې د نرخ اخيستلو د درخواست د تګلارې په اړه د کورنیو چارو وزارت د اعطاء آمر د پیسو د واک د زیاتولو په اړه، د کورنیو چارو وزارت وړاندیز هم تر بحث وروسته منظور کړ.
په دې  ناسته کې په امنیتي او ترهګریزو پېښو کې د شهیدانو د کورنیو لپاره د مرستې د کوپونونو د پروژې په اړه د ملي تدارکاتو ادارې یادداښت هم له ګډون والو سره تر شریکولو وروسته منظور شو. د هېواد جمهور رئیس د نوموړي یادداښت په اړه لارښوونه وکړه چې د اوس لپاره دې د پنځومرکزي ولایتونو ټولې ولسوالۍ په یاده پروسه کې شاملې شي.
دکمېسیون په دې ناسته کې د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې اړوند افغانستان کې د تصدیق او ارزونې د مهارتونو د مشورتي خدمتونو پروژه او د کانونو او پټرولیم وزارت له خوا د هرات ولایت د مرمر ډبرو له کان څخه د ګټې اخیستنې د نهو تړونونو د وضعیت په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور تر اورېدو وروسته بېرته ولېږل شو.
غونډې د مرمر ډبرو له کان څخه د ګټې اخیستنې د نهو تړونونو پر وضعیت د بحث پر مهال داقتصاد اودصنعت او سوداګرۍ وزارتونو ته دنده وسپارله چې د یادو پروژو په اړه هر اړخیزه ارزونه ترسره او راپور دې د ملي تدارکاتو کمېسیون ته وړاندې کړي.
جمهور رئیس غني د تخنیکي او مسلکي تعلیماتو ادارې اړوند افغانستان کې د تصدیق او ارزونې د مهارتونو د مشورتي خدمتونو پر پروژې د بحث پر مهال مالیې او بهرنیو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله، د یادې پروژې د کارونو په اړه دې د کار نړیوال سازمان چارواکو سره ناسته وکړي او راپور دې ملي تدارکاتو کمېسیون سره شریک کړي.
سربېره پر دې د کانونو او پټرولیم وزارت چارواکو د تخار ولایت د نورابې او سمتي سرو زرو کانونو په اړه د ټاکل شوي پلاوي راپور د ملي تدارکاتو کمېسیون سره شریک کړ چې له هر اړخیزو بحثونو وروسته د یادو کانونو تړونونه فسخه شول.
د ملي تدارکاتو کمېسیون په دې ناسته کې د کلیودبياجوړولواوپراختیا وزارت اړوند د بلخ ولایت د کلدارې ولسوالۍ د حیرتان ښار د ۲۲،۲۴ کیلو متر اوږد سړک د جوړولو پروژې د تړون مودې د تصحیح د منظورۍ وړاندیز هم تائید شو.#پاى-فضل واحد

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته