نړۍ

دامريکا جمهور رييس په اتومې وسلو دشمالي کوريا لاسبري په باب خبري داري ورکړ

سيول  باختر د وري  اوومه

  دامريکا دمتحده ايالاتو جمهور رييس بارک اوباما په اتومې وسلو دلاسبري په باب شمالي کوريا ته خبر داري ورکړي دي او ويلي دي چې بايد  لمسوني زيات  ونه ستايل شي .

  دوي او اي دخبري سايت دخبر له مخې دامريکا جمهور رييس دجنوبي کوريا د پايتخت سيول کې په هانکوک   پوهنتون کې دوينا په ترڅ  کې وويل چې دشمالي کوريا حکومت کولاي شي  دهغي ټاکل شوي لاري   پايلي ته دوام ورکړي  خو په بي ځايه  خوبونو ، زياتوګوښه کېدو او آن ددغه هيواد دخلکو ترمنځ په زيات  واتن سره اوباما دغه راز ويلي دي چې داکار به له ايران سره  هم وشي .

  ده  حاضرينو ته  په خطاب کې وويل چې ايران داټومې  وسلو د پراختيا  د بندولود تړون  ديواځني غړي په توګه نړيوالې ټولنې ته دقناعت ورکولو توان نه لري  چې وايي اټومې  پروګرام يي دسوله  ئيز  مقصد لپاره دي .

 په همدي  حال کې دجنوبي کوريا  ددفاع وزارت مقاماتو نن وويل په هغه صورت کې چې دشمالي کوريا توغندي ددغه هيواد هوايي حريم ته داخل شي سيول چمتو دي چې دشمالي کوريا توغندي ښنډ کړي .

  ټاکل شوې د شمالي کوريا لري واټن ويشتونکې توغندي  دعلمي ازمايشتونو  په  نامه په راتلونکې ميلادي مياشت کې فضا ته  وتوغول شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته