ټولنه

د طبيعي پيښو زيانمنو کسانو ته د ژمنيو مرستو ژمنه.

کابل-باختر دليندۍ دمياشتې ٦
د٢٠٩ شاهين قول اردو درستيزوال ،د طبيعي پيښو د رامنځته کيدو په صورت کې ، دغو خلکو ته د دغه قول اردو دمرستندويو ډلو تيارى خبر ورکړى دى .
د ٢٠٩ شاهين قول اردو درستيزوال بريد جنرال عبدالرزاق محتاج باختر آژانس ته خبر راکړ : په کړکيچنو او بيړنيو شرايطو کې په تيره بيا په هغو شرايطو کې چې طبيعي پيښې رامنځته کيږي ، له مصيبت ځپلو کسانو سره مرسته دملي اردو دمنسوبينو يو کاري لومړيتوب دى او په شمال او شمال ختيځ زون کې ددغې قول اردو دمرستې رسونې ټولې څانګې دتيارسۍ په حال کې دي .
له بلې خوا د ٢٠٩شاهين قول اردو بيړني حالت دڅيړنې آمر ډګرمن محمد اشرف وايي : يوه اندازه خوراکي توکي او لګښتي مالونه يې چمتو کړي دي او دکومې پيښې درامنځته کيدو په صورت کې به له مصيبت ځپلو سره مرسته وکړي .
دغه قول اردو د روان کال په ژمي کې داحتمالي پيښو دڅيړنې لپاره دخپل تياري خبر ورکړ چې په روان کال کې يې د طبيعي پيښو له مصيبت ځپلو کورنيو سره دڅوارلسو ټنو خوراکي توکو مرسته کړې ده .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته