سیاست

دمحمداشرف غني پيغام

کابل باختر د کب درې ويشتمه
د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس محمداشرف غني دخواشیني پیغام !
په خواشینې سره خبر شوم چې قومې مشر او مخور وکیل غلام محمد ساپی په  حق ورسید .
.
اواښاد غلام محمد ساپی د شاهې دوران د دموکراسې په لسیزه کې په ولسې جرګه کې د کونړ د خلکو د وکیل په حیث دوه دورې د هیواد او هیواد والو خدمت وکړ او په تیره بیا د معارف په انکشاف کې یې څرګنده برخه واخیسته . په کونړ کې په اول ځل د نجونو ښوونځی د ده په هڅه او زیار پرانیستل شو او د څو نورو ښوونځیو په جوړولو کې یې فعاله ونډه لرله . ارواښاد وکیل غلام محمد ساپې د عمر وروستې کلونه له وطنه لرې په مسافرې کې تیر کړل خو له وطن سره یې مینه کمه نه شو ا دهیواد د خیر لپاره یی خپلو هڅو ته ادامه ورکړ . اروا دې یې ښاده وې د ده کورنې غړو ته تسلیت وایم او صبر ورته غواړم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته