کابل باختر دلړم شپاړسمه
يوه پنځه ويشت کلنه نجلۍ په هرات ولايت کې دخپل ورور له خوا ووژل شو ه .
دهرات ولايت يو امنيتي مقام چې ويې نه غوښتل نوم يې واخستل شي وويل دغه ځوانه نجلۍ دشينډنډ ولسوالۍ اوسني اوسيدونکې ده .
دغه امنيتي مقام وويل :دغې نجلۍ دخپلې کورنۍ له خبرولو پرته دهرات له ولايت څخه بهر سفر کړى و ، کله چې کور ته ستنه شوه دخپل ورور له خوا يې په ډزوسره ووژل شوه .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې، دمقتولې ورور او کاکاددغې پيښې په اړوند نيول شوي دي .
يوه عيني شاهد وايي چې نفيسه دميلمستيا لپاره دخپل کاکا کور ته تللې وه او وروسته جلال اباد ښار ته تښتيدلې وه . دده دڅرګندونو له مخې ، امنيتي مامورينو هغه نيولى دى او بيرته کورنۍ ته يې سپارلې ده .
0 1 دقیقه لوستل