سیاست

اجراييه رييس دپولند له نا استوګن سفير سره وکتل.

کابل –باختر د غبرګولي دمياشتې ١٤
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله پرون له غرمې وروسته دافغانستان لپاره دپولند له نا استوګن سفير توماز لوکه شوک سره دخپل کار په دفتر کې وکتل.
داجراييه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ : په دې کتنه کې اجراييه رييس پولند دافغانستان دوست وباله او په افغانستان کې يې ددغه هيواد له همکاريو او قربانيو څخه مننه وکړه او زياته يې کړه : افغانستان له پولند سره خپلو اړيکو ته زيات ارزښت ورکوي او په تيره يوه لسيزه په افغانستان کې دسولۍ او ثبات دټينګښت په لاره کې ددغه هيواد دهلوځلو له امله مننه کوى . اجراييه رييس ددغو اړيکو په لازيات ټينګښت او پراختيا باندې ټينګار وکړ.
لوکه شوک دافغانستان له خلکو او حکومت څخه په مننې سره په افغانستان کې په وروستيو کلونو کې دپرمختګونو او برياليتوبونو له امله قدردانۍ وکړه او په افغانستان کې يې دسولې ترټينګښت پورې دناتو دځواکونو په چوکاټ دپولند دوسله والو ځواکونو دشتون خبر ورکړ.
دافغانستان لپاره دپولنډ نا استوګن سفير هيله څرګنده کړه چې په افغانستان کې ددغه هيواد سفارت ډير ژر پرانيستل شي او د دواړو هيوادونو ترمنځ په پوځي او اقتصادي برخو کې همکارۍ لازياتې پراخې شي.
اجراييه رييس دخپلو خبرو په دوام داصلاحاتو او له فساد سره دمبارزې په لاره کې دملي وحدت دحکومت دټينګې ژمنې او ارادې خبر ورکړ او داقتصادي اړيکو دپراختيا او په پولند کې دافغان وسله والو ځواکونو د روزنې د زمينو دبرابرولو هيله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته