ټولنه

د نيالګيو دايښودلو د فرهنګ د رواجولو لپاره هلې ځلې

کابل باختردکب دمياشتې٢٧ نيټه :
د پسرلي  او د طبيعت د نوي کال  په هرکلي  په سلګونو ميوه لرونکي او ډولي
نيالګي نن د هرات ولايت  داطلاعاتو ا وفرهنګ رياست د ځوانانو د چارو د آمريت له خوا د  ګوهر شادبيګم په بڼ کې کيښودل شول.
دغه نيالګي به   د بڼ  په سمسورتيا  او د ميرمنو د ځانګړي تفريحي سيمې په توګه د دغې ساحې  د شنې فضا  په پراختيا کې  ګټور وي.
د هرات ولايت داطلاعاتو اوفرهنګ رئيس آريا رووفيان   دشنې فضا په پراختيا  اودنيالګيو په ايښودلو کې  دخلکو ونډه  د دوى رسالت او مکلفيت وباله اوپه دې  لاره کې يې دځوانانو چارو د آمريت  د دغه اقدام له امله قدرداني وکړه.
ده  ټينګار وکړ چې ځوانان بايد  دنيالګيو دايښودلو دفرهنګ درواجولو او دخپل ښار  د سمسورتيا په لاره کې  د خپلو ځواکمنتياو  د هرکلي په لاره کې  زياتې هلې ځلې وکړي.
داطلاعاتو اوفرهنګ ر ئيس له خلکو څخه وغوښتل  چې د ژوندانه له چاپيريال ساتنې سره دمرستې په خاطر بايد هر وګړى  په خپل ښارکې  يو نيالګى  کيږدي.
رووفيان دغه راز  دسمسورې او سالمې فضا درامنځته کولو لپاره دلازمو  تدبيرونو دنيولو په خاطر د هرات ښاروالۍ او  دهرات ولايت دکرنې رياست دهمکاريو له امله  خوښي څرګنده کړه .
دهرات و لايت  دځوانانو دچارو آمر تواب  مبارز د دغه پروګرام دترسره کولو هدف  په هرات کې دنيالګيو دايښودلو  او سمسورتيا دفرهنګ رواجول وبلل او څرګنده يې کړه چې دغه پروګرام  دسمسورې فضا او د سالم چاپيريال دلرلو  په لاره کې  په څو سيمو کې ترسره شوى دى.
دنيالګيو دايښودلو په  دغه پروګرام کې چې يو زيات شمير ځوانان حاضر و  دباخترآژانس لويې مديرې مرضيې  ابراهيمي او شقايق رحماني  د نيالګيو دايښودلو د فرهنګ په بنسټيز کولو تينګار وکړ او ويې ويل ؛  چې د نيالګيو   ساتنه او څارنه  زموږ دټولو دنده ده او بايد  د سمسورې اوسالمې فضا دلرلو لپاره   هريو  دنوي کال دهرکلي په  خاطر مهمه ونډه واخلي . پاى ج ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته