امنیت

ددولت وسله وال مخالفين په بلخ کې دفعاليت اجازه نه لري .

کابل باختر دزمري اوولسمه :
ددولت وسله وال مخالفين دبلخ ولايت په مربوطاتو کې دفعاليت اجازه نه لري .
دبلخ ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې وسله وال مخالفين دبلخ ولايت په مربوطاتو کې دفعاليت اجازه نه لري  . عبدالرزاق قادري  دغه راز وويل   چې له دريو  ورځو راپديخوا  دکلدار ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  چاڼيز عمليات دوام لري  چې له امله يې  دکندز او بلخ  دولايتونو ترمنځ ساحې دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکې شوې او وسله وال طالبان  له منځه وړل شوي دي .
  قادري دغه راز  ددغو دوو ولايتونو ترمنځ  ګډو ساحو کې دامنيتي ځواکونو  داکمالولو خبرې وکړې اوزياته يې کړه  چې دورانکارو کسانو ته به د بلخ ولايت ته   دنفوذ اجازه  ورنه کړي .
داپه داسې حال کې ده چې تيره اوونۍ  اووه تنه وسله وال طالبان  دامنيتي ځواکونو له خوا دبلخ ولايت په چمتال ولسوالۍ کې دپوځي عملياتو په بهير کې ووژل شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته