امنیت

په جنايي جرمونو مشکوک کسان په هرات کې ونيول شول

کابل / د غبرګولي ۱۹ مه / باختر
په هرات کې ١١ تنه پرون د جنايي جرمونو په اړوند ونيول شول.
د هرات د امنيې قوماندانۍ د عامه اړيکو د آمريت سرپرست عتيق الله وثيق باختر آژانس ته وويل چې پوليسو ١١ کسان د٩ بېلابېلو جنايي پېښو د ( وژلو، ټپي کولو، وسله والو غلاوو، د وسايطو د غلا او نورو جرمونو په شک د دغه ولايت له بېلابېلو سيمو څخه نيولي دي.
له نيول شويو کسانو څخه څو جنګي وسايل، يو موټر او پنځه موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي .
پاى   ذ

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته