مهترلام باختر د چنګاښ ۲۵ مه
د لغمان ولایت د الینګار ولسوالۍ د ګړمکاچ د استنادي دیوال په پروژه کې درې سوه دوو تنو اوزګارو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
دغه پروژه د (WFP) موسسې له لوري د څه د پاسه یو میلیونو افغانیو په لګښت سره جوړيږي چې په دریو میاشتو کې به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د باختر اژانس سیمه یېز خبریال ته وویل چې؛ د ګړمکاچ د پروژې په بشپړېدو سره به دسیمې په لسګونه جریبه کرنیزې ځمکې او د استوګنې کورونه د موسمي سیلاونو له ګواښه وژغول شي.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ