ټولنه

د تورخم بندر د دوکاندارانو او ګرځنده پلورونکو اعتراض

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٦
په ننګرهار ولايت کې د تورخم بندر دوکاندارانو، ګرځنده پلورونکو او کراچۍ لرونکو نن سهار په مظاهرو لاس پورې کړ.
د مظاهرو يو تن برخه وال د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دتورخم بندر چارواکي له ګرځنده پلورونکو، دوکاندارانو او کراچۍ لرونکو څخه په غيرقانوني ډول پيسې اخلي .
د تورخم بندرکميسار سمونمل اجرت په ده په غير قانوني ډول د پيسو د اخستلو لګول شوى تور ردوي او وايي چې دا د تورخم د ښاروال ښاغلي حميدالله شينواري له خوا يوه دسيسه ده.
ده زياته کړه چې د تورخم بندر ښاروال لس موټرونه لري او غواړي چې د تورخم له دروازې څخه د تګ راتګ اجازه ورته ورکړې شي.
په همدې حال کې د تورخم ښاروال وايي چې زه يو موټر هم نه لرم او دا يوه غلطه ادعا ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته