ورزش

دکرکټ ملي ټيم هيوادته راستنيږي

کابل – باختر د مرغومې دمياشتې ٣٠
دهيواد دکرکټ دملي ټيم لوبغاړي نن هيوادته راستنيږي.
دکرکټ بورد ويندوى فريد هوتک دباختر آژانس خبريال ته وويل: دکرکټ دملي ټيم لوبغاړي په متحده عربي اماراتو کې د څلور ورځينو سياليو له ترسره کولو وروسته هيوادته راستنيږي.
دهيواد دکرکټ ملي ټيم په دوبى کې په يو ورځنيو سياليو کې د سکاتلند او ايرلند د ټيمونو په وړاندې په دوو لوبو سره بريالي شول او په دوو نورو لوبو کې ماتې ومنلې .
ديادونې وړ ده چې لوبغاړو له يوې روزنيزې دورې وروسته ټاکل شوې ده د روان ميلادي کال دجنورى د مياشتې په وروستيوکې د ٢٠١٥ نړيوال جام په سياليو کې دګډون په مقصد آستراليا ته  لاړشي.
دغه سيالۍ دڅوارلسو ټيمونو ترمنځ په آستراليا کې ترسره کيږي.
ټاکل شوې ده دهيواد د کرکټ ملي ټيم خپله لومړۍ لوبه دبنګله ديش له ټيم سره ترسره کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته