کابل/ باختر/ د غبرګولي ٢٦مه
د هندوستان د کرکټ ملي ټيم نن د کرکټ د نړيوال جام په ۵۰ آوريزو سياليو کې د پاکستان د کرکټ له ملي ټيم سره لوبه کوي.
دباختر آژانس د خبر له مخې: دغه لوبه نن د افغانستان په وخت له غرمې وروسته په دوو بجو پيل شوه.
د هندوستان د کرکټ ټيم په دغوسياليوکې له درېيو لوبو څخه دوه لوبې ګټلې او يوه لوبه يې برابره پاى ته رسولې ده او د پاکستان د کرکټ ملي ټيم له څلورو لوبو څخه يوه لوبه ګتلې، دوه لوبې بايللې دي او يوه لوبه يې برابره پاى ته رسولې ده.
ختم_ ج _ اکرم