امنیت

د داعش د جلب او جذب درې تنه مسوولين ونيول شول

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٢٩
د داعش د ډلې درې تنه غړي چې ويل کيږي د هېواد په ختيځ کې دغې تروريستې ډلې ته د افرادو د جلب او جذب مسوول و؛ د امنيتي مامورينو له خوا ونيول شول.
دغه کسان د ننګرهار ولايت په بهسودو ولسوالۍ کې د ځانګړو پوځي عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
د ننګرهار ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند حضرت حسين مشرقيوال باختر آژانس ته وويل: له دغو دريو تنو څخه داسې سندونه ترلاسه شوي دي چې ښيي دوى د داعش ډلې ته د افرادو د جلب او جذب مسوول دي.
ده وويل: دغو کسانو ځوانان تېر ايستل او هغوى يې د داعش ډلې ته جذبول.
داعش تر اوسه پورې په دې باب څه نه دي ويلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته