سیاست

جمهوررئیس کرزی: د افغانستان استقلال د افغانانو د قربانۍ او ایثار ثمره ده

جمهوررئیس حامدکرزی: د افغانستان ملت په بې صبرۍ سره د انتخاباتو نتیجې ته انتظار دی

کابل – باختر د زمري د مياشتې ٢٨مه:
د افغانستان د جمهوررئیس حامدکرزي په ګډون د هېواد د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو ۹۵ کالیزه، نن په کابل کې د یو لړ شاندارو مراسمو په ترڅ کې ولمانځل شوه.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ:
دغه مراسم د ملي دفاع په وزارت کې پرځای شول چي د کابینې او ملي شورا غړو، د جمهوري ریاست نوماندانو، د وسله وال پوځ جنرالانو، افسرانو او بهرنیو دیپلوماتونو هم  پکې ګډون کړی و.
د افغانستان جمهوررئیس حامدکرزي له بریتانیا څخه د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته ترلاسه کولو د ۹۵ کالیزې په مناسبت د آزادۍ پر څلي د ګلانو ګیډۍ کیښوده او د خپلواکۍ د لارې د شهیدانو روح  ته یې دعا وکړه.
د آزادي څلي ته د ګلانو د ګیډۍ د ایښودلو له مراسمو وروسته، جمهوررئیس کرزي د افغانستان د خپلواکۍ د بیرته اخیستلو د ۹۵ کالیزې له امله افغان ولس ته مبارکي وویله او د افغانستان استقلال یې د دغه هېواد د خلکو د قربانۍ او ایثار ثمره وبلله.
جمهوررئیس په داسې حال کې چې د جمهوري ریاست دواړه کاندیدان هم ورسره و،  رسنیو ته په خپلو خبروکې هیله څرګنده کړه چې د افغانستان انتخابات ډیر ژر نتیجه ورکړي.
حامدکرزي وویل: د افغانستان ملت په بې صبرۍ سره د دغو انتخاباتو نتیجې ته انتظار دی. د جمهوري ریاست دواړو نوماندانو چې په خپلو کې سره موافقه کړې ده؛ دغه موافقه باید د افغانستان د ملت په خیر نتیجې ته و رسیږي چې افغانستان د داسې یو حکومت خاوند شي چې هغه د افغانستان ټول خلک  خپل حکومت وګڼي
جمهوررئیس کرزي د هېواد د خپلواکۍ ارزښت ته د اشارې په ترڅ کې وویل: د افغانستان استقلال زموږ نیکونو موږ ته په میراث را پرې ایښی دی او موږ هم د دغه میراث پالنه او ساتنه کړې ده.
د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه: له شک پرته چې د افغانستان استقلال او د دې خاورې د آزادۍ عزت زموږ د دوه ملي عناصرو مدیون دی. یو، د افغانستان د ملت د هر وګړي فداکاري او دوهم د افغانستان د خلکو ملي یووالی، اتحاد او اتفاق.
جمهوررئیس کرزي وویل: که یوازې تېرو دوه سوه کلونو ته کتنه وکړو؛ د افغان انګلیس له لومړۍ جګړې څخه تر ننه پورې د افغانستان د ملت هرې سیمې او هر کور د خپلې خاورې لپاره قرباني ورکړې ده. دغه قرباني د افغانستان د ویاړ او د آزادۍ سبب شوې ده.
د هېواد جمهوررئیس وویل: موږ ټول باید یو بل ته سره لاسونه ورکړو؛ لکه څنګه چې مو د خپلې وینې په بیه له خپل استقلال او له خپلې آزادۍ څخه ساتنه وکړه، همداسې خپل هېواد هم د آبادۍ او ترقۍ پرلور سوق کړو ترڅو د ترقۍ له کاروان څخه وروسته پاتې نه شو، بلکې ډیر ژر دغه کاروان ته و رسیږو او ورڅخه وړاندې هم لاړشو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته