ښوونه او روزنه

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا

کابل باخترد جوزا دمياشتې١٤ نيټه :

دلوړو زده کړو وزارت خبرتيا

هغو محصلانو ته چې دپاکستان دتحصيلي بورسونو مينه وال واوسي خبرورکول کيږي په هغه صورت کې چې  په دغو شرايطو برابر وي کولاي شي دغو بورسونوته نوم وليکي.

١_ کانديدان بايد د ١٣٩٠ کال فارغان واوسي .

٢_  دکانکور نمبري يې له ٢٢٠ کمې نه وي .

٣_  کانديدان بايد له انګليسي ژبې سره بشپړه بلدتيا ولري.

کانديدان کولاي شي دروان کال دغبرګولي دمياشتې له ١٤ نيټې څخه ترشلمې نيټې پورې دنوم ليکنې لپاره دلوړو زده کړو وزارت دمحصلانو دبورسونو مديريت ته ورشي .

ديادونې وړ ده چې ددغو بورسونو ټاکلي موده داوږديدو وړ نه ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته