کابل- باختر دزمري دمياشتې ٣١
د پکتيا ولايت په مرکز ګرديز ښار د سبو پلورنې په يو مارکيت کې د بم دچاودنې له امله د پوليسو يو سرتيرى او درې تنه ملکي وګړې ټپيان شول .
دغه پيښه تيرماښام هغه وخت وشوه چې خلک په دغه سراى کې د سبو په پيرودلو بوخت وو.
د ګرديز ښار د دويمې امنيتي حوزې آمر سال پاچا باختر آژانس ته وويل :
ددغې چاودنې له امله د پوليسو يو سرتيرى او درې تنه ملکي وګړې تپيان شول دپوليسودغه افسر طالبان د دغه بم ايښودلو مسوول وبلل او ويې ويل ، امنيتي ځواکونه د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره پلټنې پيل کړي دي.
په همدې حال کې دګرديز ښار په روغتيايي مرکز کې ډاکترانو د يو تن ټپي روغتيايي حالت خراب بللى دى .
0 1 دقیقه لوستل