ټولنه

دتورخم دښاروالۍ ودانۍ پرانيستل شوه .

کابل – باختر د زمري دمياشتې ٢٤
دتورخم بندر دښاروالۍ ودانۍ ګټې اخيستنې ته وسپارله شوه .
دغه ودانۍ په دريو پوړونو کې جوړه شوې ده چې دوولس اداري خونې او نور ضروري ملحقات پکې په پام کې نيول شوي دي .
دننګرهار دوالى مرستيال محمد حنيف ګرديوال دتورخم بندر دښاروالۍ د ودانۍ دپرانيستلو په مراسمو کې وويل : دوې هلې ځلې کوي چې دښو عامه خدمتونو دوړاندې کولو او عوايدو د زياتوالي په خاطر يو شمير سيمه ييزو ادارو ته ودانې جوړې کړي.
ددغې ودانۍ دجوړولو لګښت دجلال آباد ښاروالۍ له خوا ورکړ شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته