امنیت

يوولس تنه طالبان ووژل شول او اته تنه نور يې ټپيان شول

کابل  باخترد  ثور دمياشتې  ٢٨ :
دفراه ولايت په بالابلوک ولسوالۍ کې تيره شپه دافغان او نړيوالو ځواکونو دګډو عملياتو په بهيرکې  يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول.
په فراه ولايت کې د ٢٠٧ ظفر قول اردو د دويمې لوا ويندوى عبدالروف رحماني باخترآژانس ته  وويل : دغه عمليات دبالابلوک ولسوالۍ په مربوطاتوکې  ترسره شول چې په بهيرکې يې يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نوريې ټپيان شول.
ده زياته کړه: دغه راز په دغو عملياتوکې دملي اردو دوه تنه سرتيري هم ټپيان شوي دي  اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.
ده دغه راز وويل: په هغو عملياتوکې چې دګډو ځواکونو له خوا د فراه ولايت د پشترود ولسوالۍ د ديوار سرخ په سيمه کې ترسره شول؛ دطالبانو قوماندان او شپږتنه افراد يې له وسلو سره ونيول شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته