ټولنه

د ارزښتونو ژوندي ساتل او پالل

کابل/ د سلواغې ۷ مه  / باختر
افغاني ټولنه د ملي او دیني ارزښتونو پربنسټ ولاړه ده. ملي ارزښتونه زموږ د پلرونو او نیکونو د پېړیو پېړیو کار، زیار او هڅو پایله ده.
دلته دیني او عنعنوي ارزښتونو یو بل ته غېږه پرانیستې، یو بل یې منلی او زغلمی دی او داسې سره اوبدل شوي او اغږل شوي چې کله  ناکله یې جلا کول ناشوني ښکاري.
په ځینو برخو کې دیني ارزښتونو د عنعنو بڼه غوره کړېده او په ځینو نورو برخو کې بیا عنعنې د تقدس تر بریده رسېدلي دي. له شک پرته د دیني او عنعنوي ارزښتونو دغه راز پیاوړې دوه اړخیزې اړیکې د افغانستان د تاریخ په ډېرو سختو او حساسو پړاوونو کې افغاني فرهنګ ژوندی ساتلی دی او هغه ته یې د ودې او پرمختګ لاره پرانیستې ده. 
د باختر آژانس مفسر د دغو ارزښتونو ژوندي ساتلو او پاللو ته کتنه کړېده او لیکي:
د ارزښتونو ژوندي ساتل او پالل د نسلونو تر منځ تاریخي او فرهنګي تسلسل رامنځ ته کوي. ماشوم د همغه زېږېدو له شېبې د کورني کلتوري چاپېریال غېږې ته لوېږي او کورنی کلتوري چاپېریال د هغو ارزښتونو پر بنسټ ولاړ دی چې له پېړیو پېړیو راهیسې پالل کېږي او له یو نسله بل ته لېږدول کېږي. ماشوم په کورني کلتوري چاپېریال کې ښوونه او روزنه مومي، ورو ورو کلتور زده کوي، د خپلو نېکونو او پلرونو له ارزښتونو سره آشنا کېږي او د ټولنې غړی کېږي. که دغه راز تسلسل  او اړیکه پرې شي، نو څرګنده خبره ده چې نوی نسل د ارزښتونو له تشې سره مخ کېږي او د ارزښتونو تشه په حقیقت کې د فرهنګي تشې مانا لري او فرهنګي تشه د دې لامل  کېږی چې نوی نسل د خپل فرهنګ او ان هویت په لټه کې سرګردان شي. دا د انسان فطري ځانګړنه ده چې تل خپل هویت لټوي، خپلې ریښې لټوي او خپل اصل لټوي.
تاریخي تجربو ښودلې ده که په یوه ټولنه کې د کورنیو او یا هم بهرنیو لاملونو ترفشار اواغېز لاندې ارزښتونه د بڼې او منځپانګې له پلوه ورو ورو او یا هم ناببره له منځه لاړشي، نو د هغې ټولنې کلتور خپل تکیه ځای له لاسه ورکوي او له انحطاط سره مخ کېږي. دغه راز تاریخي تجربې ته په کتو، موږ ټول دا مسوولیت لرو چې پرې نه ږدو د افغاني ټولنې له پېړیو پېړیو او نسلونو نسلونو راپاتې ارزښتونه له منځه لاړشي او زموږ ملي فرهنګ خپل تکیه ځای له لاسه ورکړي او له انحطاط سره مخ شي.
موږ باید خپل رښتیني ارزښتونه ژوندۍ وساتو، ویې پالو او د اړتیا په حالت کې د نویو شرایطو له غوښتنو او ایجاباتو سره یې برابر او همغږي  کړو.
نن افغانستان د خپل تاریخ له ډېر حساس پړاوه تېرېږي. په هره برخه کې ګڼې ستونزې او ناخوالې تر سترګو کېږي. د دغو ستونزو د حل لپاره افغانان تر هر څه وړاندې یووالي، زغم، پیوستون، اخلاص،مینې او محبت ته  اړتیا لري. موږ باید د خپلې ټولنې  هغه ارزښتونه او ښه وځلوو او ښه یې وپالو چې له موږ سره په دې برخه  کې مرسته کوي. موږ باید هغه ارزښتونه رواخلو او د خپلې لارې مشال یې کړو چې د افراط، کرکې او دښمنۍ له شره د افغاني ټولنې په ژغورلو کې مرسته کولای شي او په ځوان نسل کې له انسان او وطن سره مینه پیاوړې کولای شي.
پاى- ن-.ش.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته