سیاست

دعوامي نشنل پارتي يومشر افضل خان لالا او افراسياب خټک دمارشال فهيم پاک روح ته دعا وکړه .

کابل باختر دثورڅليرويشتمه :
دعوامي نشنل  پارتي يو مشر افضل خان لالا اوافراسياب  خټک  په ملګرتيا تير ماښام د ارواښاد مارشال محمد قسيم فهيم  دفاتحې په مقصد دارواښاد کورته لاړ او ددغه  ستر ميړني پاک روح ته يې دعا وکړه .
افضل خان لالا ارواښاد مارشال  فهيم دسنګر اوسياست ميړنۍ وباله  او ملي اوسياسي شخصيت يادونه يې وکړه او دده مړينه يې دافغانستان خلکو ته نه جبيره کيدونکي ضايعه وبلله .
په مقابل کې دمارشال فهيم ورور حاجي مقيم اوجنرال هابيل  دارواښاد فهيم دکورنۍ په استازيتوب  دافضل خان لالا او دده له ملګروڅخه مننه وکړه او وي ويل  چې مارشال محمد قسيم فهيم دپښتونخوا خلکو ته فوق العاده درناوي درلود او هيله لرله چې دافغانستان   او دپښتونخوا خلک دامن ،سولې او سوکالۍ په فضا کې ژوند وکړي او جګړه اوبربادي  زموږ له سيمې څخه لرې شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته