امنیت

پروان کې په دنياي نوين راډيو بمي بريد وشو .

کابل – باختر د کب دمياشتې ٩
دپروان و لايت په چاريکارو ښارکې د دنياي نوين په راډيو بيا هم بريد وشو .
د دنياي نوين راډيو رييس ډاکتر محمد شفيع مشفق دباختر اژانس خبريال ته وويل: دووتنو موټرسايکل سپرو د دنياى نوين په راډيو دلاسي بم بريد وکړ چې له نيکه مرغه دودانې دچيلې په لرګي ولګيد او دنياى نوين راډيو ودانۍ ته څيرمه په يوه نيمه کاره ودانۍ کې وغورځيد او وچاوديد.
ښاغلي مشفق زياته کړه : په دې پيښه کې ددغې راډيو کارکوونکو ته زيان نه دى اوښتى خو دپروان ولايت امنيه قوماندان جنرال محمد زمان مموزى وايي دا لاسى بم نه و بلکې په يوبوتل کې پتاقې وې چې ماشومان لوبې کولې او په نيمه کاره ودانۍ کې چې دپوليسو په يو افسر پورې اړه لري وغورځيدې او وچاوديدې.
امنيه قوماندان څرګنده کړه دقضيې په باب څيړنې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته