ټولنه

دوه تنه په ترافيکي پيښه کې ووژل شول.

کابل – باختر د تلې دمياشتې ٦
دوه تنه پرون په باميانو ولايت کې ديوې ترافيکي پيښې له امله ووژل شول او درې تنه نور ټپيان شول.
دباميانو ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت امر سمونوال محمدعلي لکزي باختر آژانس ته وويل: دغه پيښه پرون دباميانو ولايت دشيبر ولسوالۍ د خوال په سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه چې يو سراچه موټر چې له کابل څخه باميانو ته روان و له يو ټيلري موټر سره ټکر وکړ.
ده زياته کړه په دې پيښه دسراچه موټر چلوونکى او يو سپرلى ووژله شو او درې تنه نور ټپيان شول.
ديوه اړونده خبرځاى دڅرګندونو له مخې، ددغې پيښې علت دموټر چلوونکو بې احتياطي او ګړنديتوب و.
دباميانو ولايت دعامې روغتيا رياست يوه مسوول د دوو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته