ورزش

دافغانستان دکرکټ الف ټيم له خپل هندي سيال سره لوبه کوي

کابل باختردزمري دمياشتې ٦ مه :
د هېواد دکرکټ الف ټيم د هند د کرکټ له  الف ټيم سره نن په جنوبي افريقا کې لوبه کوي.
د باخترآژانس  د  خبرله مخې : د افغانستان له خوا  د کرکټ  د نړيوالې شورا دغړيتوب له ترلاسه کولو وروسته  دهېواد  دکرکټ الف ټيم د لومړي ځل لپاره ددغې شورادپروګرامونوپه چوکاټ کې دجمعې په ورځ دهنددکرکټ له الف ټيم سره لوبه کوي.
دغه رازدهېواد دکرکټ ټيم دراتلوونکې يکشنبې په ورځ  دجنوبي افريقا له الف ټيم سره لوبه کوي.
دجنوبي افريقادکرکټ الف تيم  پرون  دخپلې لومړۍ ورځې لوبه کې دهند دکرکټ پر الف ټيم بريالي شو.
دهېواد آبي پوشانو ټيم  ددغو لوبو په  لړ کې داستراليا د الف   ټيم ځاى يې نيولى دى

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته