سیاست

دانتخاباتي نظام داصلاح کميسيون خپله لنډ مهاله طرحه اجراييه رييس ته وسپارله .

کابل باختر د وږي  نهمه :
دانتخاباتي نظام داصلاح دکميسيون رييس پرون دهيواد په انتخاباتي  نظام کې داصلاحاتو دراوستلو په مقصد ددغه کميسيون طرحه اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله ته وسپارله .
  دباختر اژانس دخبر له مخې، دانتخاباتې نظام داصلاح رييس شاه سلطان عاکفي ډاکتر  عبدالله عبدالله  ته دخپلې  طرحې له وړاندې کولو مخکې ددغه کميسيون دفعاليت دڅرنګوالي په باب خبرې  وکړې او دخپلې وړاندې شوې طرحې په اړوند يې معلومات ورکړل .
ده په ډاګه کړه چې ددوى له طرحې  سره سم انتخاباتي حوزې دې بايد په راتلوونکې  کې کمې شي ،  پخوا دراى ورکوونکو فهرست  نه و برابر شوى خو له نوې طرحې سره سم دې بايد دراى ورکوونکو فهرست دتذکرې  له مخې برابر شي او دراى ورکوونکو نومونه  دې بايد دالکترونيکي  تذکرو له مخې برابر شي .
په دې طرحه کې ټينګارشوى دى  چې راتلوونکې انتخابات دې  بايد دراى ورکوونکي  دفهرست  له برابرولو پرته ترسره نه شي او دچارو دترسره کولو لپاره بايد دالکترونيکي تذکرو ويش  يو اصل وي چې دانتخاباتو شفافيت تامين شي .
دعاکفي  دڅرګندونوله مخې ،  ددغې طرحې له مخې دې دراى ورکولو اوسني کارتونه په پرنسيب  کې باطل شي .
ده وويل چې دراى ورکولو يوويشت مليون کارتونه په هيواد کې ويشل شوي دي اوڅه دپاسه اته مليونه اضافي کارتونه شتون لري .
ده دغه ر از په کادري بدلونونو باندې تينګار وکړ .
عاکفي  دانتخاباتي شکايتونو دکميسيون دکارتونو دڅرنګوالي په باره کې هم ځينې مطالب څرګند کړل چې دولايتي  کميسيونونوجوړول يې يوه برخه وه .
دغه راز په دې طرحه کې دانتخاباتو په قانون کې دتعديلونو رامنځته کول او دانتخاباتي کميسيونونو ددندو او صلاحيتونو دحدودو مشخص کول شامل دي .
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجراييه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله  دانتخاباتي نظام داصلاح دکميسيون دغړو دکړنو دستاينې په ترڅ کې  وويل چې ستاسو کار به دهيواد په انتخاباتې نظام کې دبنسټيز بدلون او تحول سبب شي .
ديادونې وړ ده چې وړاندې شوې طرحه ددغه کميسيون ديومياشتنۍ  نتيجه ده چې په بهير کې  يې له يوزيات شمير سياسي فعالانو ، دټولنيزو او دمدني ټولڼې  دبنسټونو له فعالانو ، سياسي ګوندونو او خلکو سره سلا مشورې شوې دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته