امنیت

په پروان کې د دوو تنو ځوانانو وژل کېدل

 کابل/ باختر/ د غبرګولي د مياشتې ۲ مه
په پروان ولايت کې دوه تنه ځوانان ووژل شول .
پوليس وايي چې د بګرام ولسوالۍ د ده ملا کلي په يو بڼ کې د دوو ۱۶ او ۱۷ کلنو ځوانانو مړي يې ترلاسه کړي دي .
داسې بريښي چې دغه دوه تنه ځوانان په ښکاري ټوپک سره وژل شوي دي.
  د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ د پوليسو قوماندان عبدالرقيب کوهستاني د باختر اژانس خبريال ته وويل  چې دغه دوه تنه ځوانان نوي له کار څخه راغلي او ويده وو چې پرې ډزې وشوې.
ده وويل: د دغې وژنې عاملين تښتيدلي او د هغوى د پېژندنې او نيولو په باب  هڅې دوام لري .
ختم_ شکريه _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته